پشتو غزل 2

 

درد


و بیــــوفا ته سړی سه ولیکی

و دی دنیا ته سړی سه ولیکی


چی په خیالونو کی دی تل را درومی 

داسی اشنا ته سړی سه ولیکی


مئینه دا خویی لا پیل بولم

بــیا وه بقا ته سړی سه ولیکی


اخ په بانو یی ستړی شوی یمه

وه دا بیابیا ته سړی سه ولیکی


دا ګوزاره یی راته سخته کړله

وه دی جفا ته سړی سه ولیکی


دا چی دا زړه یی ترینه نه صبریږی

همت وفا ته سړی سه ولیکی



شاعر ستا همت وفا

Post a Comment

0 Comments