پشتو غزل 1


 

نۀ دې را خپل کړم نۀ مې خپل شوې نو نور څۀ پاتې دي

ياره چې تۀ بدل بدل شوې نو نور څۀ پاتې دي


زۀ بيا ګيلې د بېګانه خلقو نه ولې کووم

تۀ چې پۀ کور کې راته غل شوې نو نور څۀ پاتې دي


شلېدلے بند د يارانې راباندې څۀ له تړې

زۀ خو پوهېږم چې د بل شوې شوې نو نور څۀ پاتې دي


د جبين خاله د ښائيت مزه دې پاتې نۀ شوه

پټ چې د زلفو پۀ ځنګل شوې نو نور څۀ پاتې دي


پۀ تا ودان به وو پۀ تا يې هم ښکلا جوړوه

تۀ چې رخصت له دې محفل شوې نو نور څۀ پاتې دي


پۀ روغمنه روحاني چې يار ته نۀ شوې قبول

اوس خو تۀ لاړلې پاګل شوې نو نور څۀ پاتې دي









🌷اکبر روحاني صېب🌷

Post a Comment

0 Comments